امنیت

نهه ماينونه کشف شول .

کابل باختر دلړم  يو ويشتمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې پرون دشاهين ٢٠ دعملياتوپه بهير کې  يوشمير کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک او نهه ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.   دغه پوځي عمليات  دننګرهار ولايت  دپچير او اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دداعش دډلې او دوسله والو مخالفينو دځپلو، دامنيت دتامينولو او دښې حکومتوالۍ دشرايطو دبرابرولو په موخه دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ  دملي پوليسو سرحدي پوليسو دعامه نظم دپوليسو سيمه ئيزو پوليسو ، ملي امنيت اودکوماندو   دکندک دځواکونو په ګډو  هلوځلو سره د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا دقوماندانۍ په رهبري پيل شوي دي  چې له امله يې تراوسه پورې يوشميرکلي لټول شوي، اود وسله والومخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي او عمليات په برياليتوب سره دوام  لري .
  دغه راز ددغو  عملياتو په بهير کې نهه ډول ډول ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى کړي شوي و دڅلورمې پلې لوا  د تطهير دټولنې دپرسونل له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته