خبرونهورزش

په کندز کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

کابل، د کب ۲۲مه، باختر

د کندز د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز، آمو لوبغالي کې د فوټسال سیالۍ د ۴۴ لوبډلو ترمنځ پای ته ورسېدې.

د مسوولیون په خبره دغو سیالیو په پایلوبو کې د الف ګروپ نه ستاره‌های سادات لوبډله وتوانیده د ۴/٣ ګولونو په توپیر اریانا لوبډلې ته ماتې ورکړه، په لوړ عمر لرونکو سیالیو کې پیام وحدت لوبډله وتوانیده افغان لوبډلې ته ٨/١ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي.

د یادو سیالیو موخه د یاد ولایت په کچه د فوټسال لوبغاړو د وړتیا لوړول و چې په پیاوړو لوبغاړو او لوبډلو کپونه او مډالونه د تشویق او هڅونې په پار ووېشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته