سیاست

د مکاني معلوماتو د تنظیم مرکز جوړولو په اړه د بحث غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د هېواد د مکاني معلوماتو د مرکزي کولو طرحې په اړه د بحث غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د احصائیې رئیس نورالله ستانکزي د مکاني معلوماتو د اوسني وضعیت او د هغو د مرکزي کولو په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ او دغه راز یې له معلوماتو څخه د مؤثرې استفادې په خاطر وړاندېزونه هم وکړل.
هغه وویل، دا تحلیل له اړوندو بنسټونو او وزارتونو سره د څو ناستو او ارزونې پر بنسټ او له هر اړخیزو تخنیکي بحثونو وروسته چمتو شوی دی.
د هېواد جمهوررئیس د ملي برنامو په تطبیق کې د مکاني معلوماتو رول حیاتي وباله او دغه راز یې د اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ او د چارو په غوره تنظیم ټینګار وکړ.
هغه په دې اړه لارښوونه وکړه چې دا مرکز دې د یوه مفصل پلان له ترتیبولو وروسته چې وکولای شي اوسنۍ ستونزې او د شمېرو پراګندګي تنظیم او ټولې دولتي ادارې، اکاډمیک بنسټونه او د ټولنې ټول اقشار ورته لاسرسي ولري، د مرکزي احصائیې اداره کې رامنځته شي.
د هېواد جمهوررئیس د مرکزي احصائیې اداره موظفه کړه چې د ځمکو ادارې، مخابراتو وزارت او دغه راز د NGIC ټیم سره په همغږۍ د مکاني معلوماتو د تنظیم په برخه کې یاد پلان بشپړ او وړاندې کړي. 
په دې غونډه کې د مکاني معلوماتو د تنظیم په اړه هر اړخیز بحثونه وشول او د واحدې طرحې پر اړتیا او له هغه سیستم  څخه په استفادې ټینګار وشو چې د احصائیې په برخه کې ګټور او ارزښتناکه واقع شي.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته