خبرونهاقتصادټولنه

په کندز کې د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د کندز د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د یوې پروژې چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم حکمت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې د (ډي ای) موسسې په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د عمومي کانال ۷ کیلو متره د پاکارۍ چارې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې له‌ دې وړاندې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست د اوبو او انرژۍ وزارت د یو طرزالعمل مطابق د کندز په کچه د ۳۹ کانالونو لپاره ۳۹ تنه میراب باشیان د درې کلونو لپاره ټاکلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته