امنیت

يو قومي مخور په غور کې ترور شو.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٦
يو قومي مخور تيره شپه په غور ولايت کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي دباختر آژانس خبريال ته وويل :- چې دغه قومي مخور مولوي نصرت الله نوميده او دغه راز دغور ولايت دسولې دولايتي کميټې غړى و .
يوه اړونده خبرځاى وويل :- دغه قومي مخور د غور ولايت مقام ته څيرمه خپل کورته نږدې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
تراوسه پورې ددغه قومي مخوردترور انګيزه معلومه نه ده خو دپيښې عاملين له ساحې څخه تښتيدلي دي .
خبرځاى زياته کړه : دعاملينو د نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته