خبرونهاقتصادټولنه

په کندز کې د دوو چکډېمونو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

کابل، د کب ۱۶مه، باختر

د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خان‌آباد او آقتاش ولسواليو کې د ۲ چکډېمونه د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي اسدالله حامد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په ټولیزه توګه د ولایت په کچه د ۹ چکډېمونو د جوړولو چارې د ۲۷ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې چې له ډلې یې د دوو چکډېمونو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې.

یاده دې شي، چې د سیمې اوسېدونکو د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته