ورزش

دکهسان او داسلام قلعه ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د لړم دريمه :
دکهسان بى  او داسلام قلعه  دفوټبال ټيمونو په هرات ولايت کې دولسواليو  دجام وروستي پړاو ته لاره وموندله .
دهرات ولايت دورزشي  امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: په دوو لوبو کې چې پرون مازيګر دکهسان بى  .، زنده جان ، اسلام قلعه او دغوريان  الف دټيمونو ترمنځ ترسره شوې دکهسان بى ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره دزنده جان اوداسلام قلعه ددريو په وړاندې په څلورو سره دغوريان الف  پر ټيمونو بريالي شول او دواړو ګټوونکو ټيمونو ددغو سياليو وروستي پړاو ته لاره وموندله . 
دغه سيالۍ دشپاړلسوټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته