کابل باختر دوري دمياشتې ١٠ :
په کندز ولايت کې په امام صاحب مشهور د حضرت امام حسين د زيارت مبارک علم نن دخلکو په پراخ ګډون سره او ترسختو امنيتي تدبيرونو لاندې پورته کړاى شو.
د امام صاحب ولسوال امان الله قريشي وايي چې دغه مبارک علم د بدخشان، بغلان ، بلخ ، غزني ، کابل او دکندز د ولايتونو او د هېواد د نورو ولايتونو دخلکو په ګډون د ولولو په څپوکې پورته کړاى شو .
په هغو مراسموکې دامام صاحب دروضې تاريخچه دامام صاحب د ولسوال له خوا ولوستل شوه او وروسته څوتنو عالمانو د آنحضرت دغوره سجاياوو، حميده اخلاقو او کارنامو په باب يو لړ مطالب بيان کړل.
د امام صاحب د زيارت دمبارک علم د پورته کولو مراسم کال په کال د وري دمياشتې له لسمه نيټه پرځاى کيږي.
1 1 دقیقه لوستل