ټولنه

خبرتيا

کابل باختر د ثور  څلورمه :
د ځوانانو د چارو د معينيت خبرتيا
د ځوانانو د چارو معينيت د ځوانانو په برخه کې هغو ټولوفعالو ټولنيزو،  فرهنګي، مدني او حقوقي بنسټونو ته چې په دغې اداره کې ثبت دي او د ځوانانو په برخه کې هغو فعالو بنسټونو ته چې لا تراوسه پورې  په دې اداره کې نه دي ثبت شوې او په دې اداره کې له ثبت سره علاقمندې دي؛ خبر ورکول کيږي چې ډير ژر دې د هغو تصديق  ليکونو د ترلاسه کولو لپاره چې ددغه معينيت له خوا د ځوانانو په برخه کې د دغو بنسټونو د فعاليتونو د تصديق په موخه  برابر او چاپ شوي دي؛ دغې ادارې ته مراجعه وکړي.
د تصديق د ترلاسه کولو لپاره د د اړتيا سندونه په دې ډول دي:
• دوه رنګه عکسونه
• د تذګرې کاپي
د عدليې له وزارت او يا د اقتصاد له وزارت څخه د صادرشوى جواز کاپي
• د اساسنامي کاپي
•  او د ځوانانو چارو په معينيت کې د ثبت لپاره غوښتن ليک .
پته: پل باغ عمومي، د شهزاده سراى، ابتداييه محکمې ته څېرمه، د ځوانانو د چارو معينيت.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته