سیاستخبرونهټولنهTOP

په کاپيسا کې، د بېلابېلو قشرونو استازو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

کابل، د لړم ۲۵مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نوښت، د «هوسا ولس او مسئول نظام» تر سرليک لاندې ولسي غونډه نن په محمودراقي ښار کې ترسره شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې شانداره غونډه کې سلګونه امارتي مسئولينو، علماء کرامو، فرهنګيانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې په پيل کې، د کاپيسا مرستیال والي شیخ اسدالله سنان په خپلو خبرو کې، له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مننه وکړه چې د دغه شان غونډې په جوړولو سره د اسلامي امارت مسؤلين او ولسونه سره يوځای کړي، ترڅو خلک خپلې غوښتنې او نظريات شريک کړي او مسئولين ورته رسيدګي وکړي.
وروسته، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي وويل چې اوسمهال تر هر وخت ښه د افغانانو ترمنځ ملي وحدت تامين شوی او دغه يووالی، ورځ تربلې پياوړی کېږي.
عزيزي زياته کړه: “اوسنی نظام د شهيدانو په پاکو وينو او د ولس په ډېرو قربانيو واکمن شوی دی، نو اوس دا زموږ د ټولو مسئوليت دی چې ټينګ ملاتړ يې وکړو”.
د هغه په وينا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د (هوسا ولس او مسئول نظام) تر عنوان لاندې ولسي غونډې په دې موخه جوړوي چې خلک وکولای شي خپلې غوښتنې او وړانديزونه پکې شريک کړي ترڅو د نظام او ولسونو ترمنځ واټن کم او ملي يووالی لا تقويت شي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېرمحمد عباس ستانکزي وويل چې اسلامي امارت د خلکو له متن څخه رامنځته شوی نظام دی او په سړه سینه د خلکو ستونزې او وړانديزونه اوري او حل لارې ورته پيدا کوي.
ستانکزي زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره، په هېواد کې جنګ او زورواکي پای ته رسېدلې؛ د افغانانو ترمنځ ملي يووالی لا ټينګ شوی او ډلې ټپلې له منځه وړل شوې دي او اسلامي امارت هېچا ته د افغانانو ترمنځ د نفاق او په هېواد کې د ګډوډۍ اجازه نه ورکوي.
هغه له ټولو هېوادوالو په ځانګړې ټوګه د کاپيسا ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې د پردیو او د هېواد د دښمنانو په پوچو تبليغاتو و نه غولیږي او د حاکم اسلامي نظام په بشپړ ملاتړ سره، د هېواد په آبادولو کې دې ونډه واخلي.
په همدې حال کې، د کاپيسا والي قاري احسان الله بريال، ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د خلکو د سر، مال او عزت ساتونکی نظام دی او د دغه نظام ټول مشران، مسئولين او مجاهدین شپه او ورځ د هېوادوالو په خدمت کې دي.
په ورته وخت کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني، وويل چې د (هوسا ولس او مسئول نظام) تر عنوان لاندې ولسي غونډې بايد په ټولو ولايتونو کې جوړې شي، ترڅو د ولسونو او نظام ترمنځ واټن کم او د افغانانو ترمنځ ملي يووالی لا پياوړی شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، وويل چې د اسلامي امارت ټول مشران او مسئولين د هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په خاطر شپه او ورځ کار کوي، ترڅو ولسونه آرام ژوند ولري؛ نو هېوادوال هم بايد په بېلابېلو برخوکې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.
هغه زياته کړه چې اسلامي امارت په کمه موده کې د هېواد پر سترو ملي پروژو کار روان کړی او په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي, چې يوه بېلګه یې د قوش‌تېپې ستر کانال دی.
د غونډې په دوام، د کاپيسا د ځوانانو په استازيتوب مولوي بدري، د سوداګرو په استازيتوب زيارت ګل، د رسنيو د مسئولينو په استازيتوب احمد شاه خادم، د ښوونکو په استازيتوب معلم عبدالمتين او د خلکو په استازيتوب دکتور عبدالنافع، په اقتصادي، فرهنګي، ټولنيزو، تعليمي، تحصيلي او نورو اړوندو برخو کې يولړ ستونزې او وړانديزونه د اسلامي امارت له مسئولينو سره شريک کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.
هغوی، په کمه موده کې د سياسي، اقتصادي، صنعت او تجارت او نورو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او ډاډ يې ورکړ چې په سر او مال د اسلامي نظام ترڅنګ ولاړ دي او ملاتړ يې کوي.
ويناوالو دغه راز د افغانانو ترمنځ پر يووالي، د ځوانانو او کادرونو له وړتياوو څخه پر استفادې، د اسلامي امارت پر ملاتړ او د ولسي غونډو پر جوړېدو ټینګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د هېواد په کچه د دغه شان غونډو جوړول، د نظام او ولسونو ترمنځ د واټن د کمېدو سبب ګرځي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د نظام او ولسونو ترمنځ د مخامخ دوه اړخيزو غوښتنو، سپارښتنو او ګډو بحثونو په تکل، د هېواد د سياسي، اقتصادي، فرهنګي، تعليمي او ټولنيزو چارو له پوهانو، متخصصينو او چارواکو سره د «ولسي غونډو» لړۍ پيل کړې او تر اوسه پورې يې دغه شان غونډې په ننګرهار، تخار، بدخشان، پنجشېر او پروان کې ترسره کړې او ټاکل شوې ده دې ته ورته غونډې د هېواد په ټولو ولايتونو کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته