سیاست

جمهوررئیس غني د پاکستان لوی درستیز خپل حضور ته ومانه

کابل باختر دغبرګولي د مياشتې٢٣نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماسپښین د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه او ورسره پلاوی خپل حضور ته ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني د پاکستان لوی درستیز او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دواړو لورو پر علاقې وړ موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې "د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان" د تطبیق او اجرايي کېدو، تروریزم سره پر مبارزې، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې په مذاکراتو او د خشونت په کموالي مفصل بحث وشو.
د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه کابل ته په خپل سفر خوښي وښوده او د هېواد له جمهوررئیس څخه یې مننه وکړه چې د دغه ملاقات زمینه یې برابره کړه. پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته