خبرونهاقتصادټولنه

په کابل کې د چين سفارت خپلې مرستې افغاني سرې مياشتې ټولنې ته وسپارلې

کابل، د چنګاښ١٢مه، باختر

په کابل کې د چين سفير وانګ يو نن په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې  له مصيبت ځپلو سره د دغه هېواد د سره صليب ټولنې نغدي او غير نغدي بشري مرستې  د افغاني سرې مياشتې سرپرست رییس مولوي مطيع الحق خالص ته وسپارلې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه مولوي مطيع الحق خالص وويل، چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې زلزله نه يوازې افغانانو ته بلکې ټولو نړيوالو ته يوه دردوونکې پېښه وه.

مولوي خالص زياته کړه چې په هېواد کې د زلزلې په وخت کې هغه په يوې شپږ ورځېنۍ غونډه کې د ګډون لپاره په جينوا کې چې په هغه کې د نړۍ هېوادونو د ١٩٢ سرې مياشتې او د سره صليب د ټولنو استازو په کې ګډون کړی وو.

د نوموړې د څرګندونو له مخې د غونډې برخه والو د افغانستان خلکو ته ډاډګېرنه وويله او يو شمېرهېوادونو هم له زلزله ځپلو سره د هر راز مرستو ژمنه وکړه.

د هغه د څرګندونو له مخې چين هم په دې حساسو شرايطو کې د افغانستان د خلکو لاس نيوى وکړ او افغانستان ته يې  ۱،۵ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت په اتو الوتکو کې سملاسي بشري مرستې ولېږلې.

هغه وويل، چې د افغانستان له خلکو سره د چين د بشري مرستو په دوام  نن هم  د دغه هېواد سفير ۲۰۰ زره امريکايي ډالره نغدې پيسې او ۱۸ ټنه ډول ډول توکي چې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د چين د سره صليب د ټولنې له خوا شوې وې افغاني سرې مياشتې ته وسپارل شوې چې ډېر ژر به اړمنو کسانو ته ووېشل شي.

وروسته په کابل کې د چين سفير په خپلو خبرو کې افغانستان او چين دوه دوست هېوادونه وبلل او ويې ويل، چې دغه دواړه هېوادونه د يو او بل په غم او ښادى کې شريک دي.

هغه زياته کړه چې د چين د سره صليب ټولنې د جون په ٣٠ مه ١٦ ټنه مرستې په چارتر الوتکو کې افغانستان ته ولېږلې چې خيمې، د خوب بسترې او د زلزله ځپلو  نورې اړتياوې پکې شاملې وې او نن  هم ٢۰۰ زره ډالره نغدې افغاني سرې مياشتې ته وسپارل شوې.

دغه شان مرستې  د افغانستان له خلکو سره د چين د ژورې دوستۍ او غمشريکۍ ښکارندویي کوي.

په کابل کې د چين د سفير د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د زلزلې له وخته چين زياتې هڅې وکړې چې له مصيبت ځپلو سره مرسته وشي، له همدې امله د چين دولت له ځنډ پرته د بېړنيو بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو لپاره ۷،۵  ميليونه ډالره ځانګړي کړل چې تر اوسه پورې٣٢٠ ټنه مرستې د ۸ چارتر الوتکو په واسطه افغانستان ته لېږدول شوې دي او په راتلوونکو ورځو کې به ۲۰۰ ټنه نور کومکي مواد  افغانستان ته ولېږدول شي.

د غونډې په پاى کې د افغاني سرې مياشتې د رياست سرپرست د افغانستان له خلکو سره د چين د بشردوستانه مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې له دغه رياست سره د چين د سره صليب د زياتو مرستو غوښتنه وکړه چې د چين سفير په دې اړه د همکارۍ ژمنه وکړه.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته