سیاست

دنوامبر دمياشتي د ٢٥ نيټې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې دبندولو دنړيوالې ورځې په مناسبت دملي شورا دمشرانو جرګي پيغام.

دملي شورا دمشرانو جرګه دتاوتريخوالې ډول ډول عملونه په تيره بيا دښځو پرخلاف تاوتريخوالې دسواد دټيټي کچې او دبشري ټولنو دبې علمي زيږنده بولي او دې ته دانساني ژوندانه د عور وړ او دناوړي خواشينونکي پديدي او دپرمختګ دخنډ په توګه ګوري .

دمشرانو جرګه ټينګار کوي چې دافغانستان دولت ، ديني عالمان او روښان فکران اودهيواد دمدني ټولنې مرکزونه دي داسلام دمبين دين دلارښوونو په رڼا کې له نړيوالې ټولنې سره په همغږي کې دتاوتريخوالې دبيلابيلو ډولونو اوپه تيره بيادښځوپرخلاف دتاوتريخوالې دله منځه وړلوپه لاره کې لازم تدبيرونه ونيسي او دافغانستان دخلکو په ټولنيز ژوندانه کې له دې څخه خلاصي لارې چارې دي ولټوي .

دمشرانو جرګه دنوامبر دمياشتې د ٢٥نيټي دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې دبندولو دنړيوالو ورځې په مناسبت دافغانستان خلکواوپه تيره بيا ټولو درنو ميندو اوښځو ته ډاډ ورکوي چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې دله منځه وړلو په برخه کي دقوانينو په تصويبولو کې به داسلام دمبين دين دلارښونو په پام کې نيولو سره هڅه اوهاند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته