خبرونهامنیت

په کابل کې د ماين چاودنې درېو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

– کابل / د کب ۹ مه / باختر
د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې په يو کرولا موټر کې د مقناطيسي ماين په چاودنه کې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل: نن سهار٩ بجې د کابل په بګراميو ولسوالۍ کۍ پر يو شخصي کرولا موټر کې د مقناطیسي ماين چاودنه وشوه چې په پايله کې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
فرامرز وويل: پوليسو دغه راز د کابل د اتلسمې ناحيې په مرغګيرانو سيمه او د پغمان ولسوالۍ په زرشخ کلي کې د دوو ښخ کړاى شويو ماينونو د چاودنو مخه ونيوله.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته