سیاست

جمهور رئیس غني: آزاد بحث شهروندي، دولتداري او حکومتولي تعریفوي

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ولس او ارګ مناظرې پروګرام د پرانیستې مراسمو کې چې په کوټي باغچه ماڼۍ کې جوړ شوی وو، ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د ملګرو ملتونو په چارو کې د جمهور رئیس سترې سلاکارې فرخنده زهرا نادري وویل، د ولس او ارګ د مناظرې پروګرام د ولسواکۍ بهیر پیاوړتیا، بنسټي کول او د حکومتولۍ او د مسول وګړي او ځواب ویونکي حکومت په روش کې د موثر او ګټور بهیر پیلول دي.
اغلې فرخندې وویل، پخوا به په سټوډیوګانو، اکاډمیکو مرکزونو او سفارتونو کې دغه ډول غونډې جوړېدلې، مګر نن د خلکو د رسا غږ د اورېدلو او ملاتړ په موخه دغه پروګرام د رغنده بحث په توګه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړېږي او له دې امله یې له جمهور رئیس څخه مننه وکړه. 
جمهور رئیس غني د اغلې فرخنده زهرا نادري له دغه نوښت څخه په مننې د ولس او ارګ مناظرې پروګرام غونډې ته په خپله پرانیستونې وینا کې وویل، شهروند د بحث په اساس منځته راځي او ترڅو چې مشترک فکر نه وي وحدت نه رامنځته کېږي. هغه زیاته کړه،  فکر د ازاد بحث نتیجه ده، ځکه ازاد بحث شهروندي، دولتداري او حکومتولي تعریفوي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په زور او استبداد نه ټولنه پایداره کېږي او نه هم خلک شهروند کېږي. هغه زیاته کړه په بحث، مناظره، او قناعت ورکولو مشارکت پیدا کېږي. د ملي یووالي واحد فرد دی، ترڅو چې د فرد په توګه یو بل ونه منئ، ملي یووالی نه تامینېږي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، په بنیادي توګه د هېواد د اساسي مسایلو د ارزولو لپاره د اهدافو تعین پکار دی، ځکه د اهدافو له واضح طبقه بندۍ پرته نتیجې ته نه رسېږئ. هغه تحلیل، تدبیر او تطبیق موخې ته د رسېدو درې مهم پړاونه وبلل.
جمهور رئیس وویل، په لومړني یانې د تحلیل پړاو کې باید دا معلومه کړئ چې ستاسو فرصتونه ، بنیادي ستونزې او پانګه څه ده؟ په تحلیل کې باید محدودیتونه واضح او مشخص شي.
هغه زیاته کړه، که تحلیل سم نه وي، نو نه سم اقدامات کولی شئ او نه هم سم قضاوت.  له دې امله تحلیل بنیادي نقطه ده. له دې پرته هدف ته نشو رسېدلی.
جمهور رئیس وویل، دویم پړاو تدبیر دی او ترڅو چې تحلیل په برنامه بدل نشي نتیجه نه ورکوي او برنامه تدبیر غواړي. او تدبیر دا دی چې څنګه محدودیتونو ته تغیر ورکړئ. هغه زیاته کړه، په تدبیر کې پړاونه مهم دي، تر څو چې اساسي ونه سنجول شي، نو نتیجه نه ورکوي.
محمد اشرف غني وویل، د تحول او تداوم په منځ کې باید یو انډول وي. که تحول چټک کړئ مقاومتونه باید وسنجوئ. هغه څرګنده کړه، بنیادي مسئله دا ده چې تدبیر کې باید مرحلې، امکانات او محدودیتونه وسنجو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په دې باید په وضاحت پوه شو چې د تحول نتایج ژر نه ترلاسه کېږي او تغیر له ځان سره عکس العمل لري، ځکه هغوی چې شخصي ګټې یې په خطر کې وي زیاتې چغې وهي.
د هېواد جمهور رئیس هدف ته د رسېدو دریمه مرحله تطبیق وباله او وې ویل، له تطبیق مه واره ښه تحلیل او تدبیر نتیجه نه ورکوي، ځکه خلک د تطبیق په اساس تصمیم نیسي. هغه زیاته کړه، تطبیق  سیاسي، اجتماعي او هر اړخیز تحلیل غواړي او منابع باید ورته ولټوئ.
جمهور رئیس څرګنده کړه، تطبیق مدیریت غواړي. تحلیل او تدبیر زعامت او لیدلوری غواړي. له واضح مدیریت پرته تطبیق ته نه رسېږئ، ځکه تطبیق د هغو وړو شیانو ډیسپلین دی چې لویو موخو ته ورباندې رسېږو. هغه د دغې مناظرې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، ستاسو رسالت دا دی چې ډیسپلین ولرئ ترڅو زعامت او مدیریت ته پام وکړئ. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته