سیاستخبرونهاقتصادTOP

په چين کې د افغانستان سفير د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسيايي څانګې له مرستيال سره وکتل

کابل، د سلواغې ۶مه، باختر
په چين کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي اسد الله (بلال کریمي) د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مرستیال ماو مینګ سره وکتل.
ماومينګ په دغه کتنه کې افغان سفیر ته د دواړو هیوادونو تر منځ د دوامداره ښو اړیکو د پیاوړتیا او لازیاتو همکاریو په اړه له خپله اړخه ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې په چين کې د افغانستان سفیر د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې سياسي اړیکې مثبت او مهم پرمختګ وباله او د هر اړخیزو اړیکو د لا پیاوړي کیدلو لپاره یې د دواړو خواوو پر ګډوهڅو ټينګار وکړ.
کریمي همدارنګه د راروانې دوشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې دسیمه ایز تماس ډلې هېوادونو له لوري د سیمه ایز ابتکار لومړنۍ ناستې په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د ګډونکونکو هېوادونو له لوري د لازیاتو خپلمنځي همکاریو رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.
هېره دې نه وي، چې په دغه کتنه کې همدارنګه د افغانستان او چین ترمنځ په اقتصادي، سوداګريزو اوقونسلي مواردو هم خبرې اترې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته