سیاست

د افغانستان او ترکمنستان جمهورو رئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

کابل باختر دچنکاښ څلورمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  پرون مازدیګر د ترکمنستان له جمهور رئیس قربان قلی بردي محمدوف سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې د ازبکستان د جمهوري ریاست په کوک سرای ماڼۍ کې د شانګهای د سرمشریزې ناستې په څنډه کې ترسره شوه، د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمه ییزو پروژو د کار د پرمختګ د څرنګوالي په هکله بحث او خبرې وکړې.
د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلی بردي محمدوف جمهور رئیس غني ته بلنه ورکړه چې په راتلونکو میاشتو کې ترکمنستان ته سفر وکړي او د اقینې د اورګاډي کرښې د پرانیستې پرمهال دې د دواړو هېوادونو تاجران هم د سوداګریزو مناسباتو د پراختیا په هکله خبرې وکړي. هغه وویل، د دې سفر په جریان کې به د لاجوردو ترانزیتي موافقه ليک هم لاسلیک شي.
قربان قلي بردي محمدوف د افغانستان د هغو ولایتونو د لیدلو لېوالتیا وښوده چې د ټاپي پروژه ورڅخه تېرېږي. جمهور رئیس غني ورته وویل، هیله من یم چې ستاسو او ستاسو د مل پلاوي لازمه مېلمه پالنه وکړم.
دواړو لوریو د ټاپي پروژې د کار د جریان د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې او جمهور رئیس غني وویل، افغانستان د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره پوره تیاری لري.
د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، هرات ته خپله صادراتي برېښنا زیاتوي او جمهور رئیس د هغه د خبرو په تائید وویل، دا کار به په هغه ولایت کې د کارخانو د فعالیتونو او تولیداتو د پراختیا لامل شي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د ترکمنستان له وارداتي برېښنا څخه د داخلي مصرف لپاره ګټه اخلو او همدارنګه یې پاکستان ته د صادرولو زمینه هم برابرو.
په دې کتنه کې موافقه وشوه چې د دواړو هېوادونو پلاوي دې د ټاپي مسیر د ښو امنیتي تدابیرو د نیولو په هکله زیات بحث او خبرې وکړي.
د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، هېواد یې په پام کې لري، چې په اقینه کې یو جومات او په اندخوی کې یو ښوونځی جوړ کړي. جمهور رئیس غني د جومات او ښوونځي د جوړولو له امله له هغه څخه مننه وکړه. 
همدارنګه دواړو لوریو د غالیو د صنعت او بازارموندنې په برخه کې د مهارتونو د تبادلې په هکله په زیاتو همکاریو ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته