خبرونهامنیت

په چاڼیزوعملیاتو کې اووه پوځي هاموې موټرونه ترلاسه شول

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي ، د کابل د دویمې ناحیې په مربوطاتوکې د چاڼیزوعملیاتو په بهیر کې ۷ پوځي هاموي موټرونه ټرلاسه شول.

د باخترآژانس د خبرله مخې، د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران نن په یو پیغام کې ویلي دي چې د کابل ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتوکې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په چاڼيزوعملیاتو کې د استوګنې له یو کورڅخه ۷ پوځي هاموي موټرونه کشف او ترلاسه شول.

هغه وویل چې په کابل او یوشمېرولایتونوکې چاڼیزعملیات په دقت سره دوام لري.

دا په داسې حال کې دی چې په کابل او یوشمېرولایتونوکې د غلو، انسان تښتوونکو او د نورو مجرمینو د نیولو په خاطر چاڼیزعملیات پیل شوي دي چې د دغو عملیاتو په بهیرکې یوه زیاته اندازه وسلې ، مهمات او پوځي تجهیزات د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

ع

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته