سیاست

دسترې محکمې رييس دملګروملتوسازمان دپرمختيايي پروژې له رييس سره وکتل .

کابل باختر د کب  نهمه :
سترې محکمې رييس  قانونپوه سيد يوسف حليم  نن له غرمې وروسته  دملګروملتو سازمان  دپرمختيايي پروژې له رييس  (دوګاس که) او  دده له همکارانو سره  چې عدالت ته دلاسرسي دپروګرام په چوکاټ کې  د قضايه قوې په ګډون  له عدلي اوقضايي ارګانونوسره  همکاري کوي  ، وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ ،  دکتنې په پيل کې  ښاغلي (دوګاس که) له سترې محکمې سره دخپلو همکاريو دپروګرام چې له اړتيا سنجونې او دقضايه قوې له اړوندو مسوولينوسره په تفاهم او سلامشورو کې  په مرکز کې  برابر او چمتو شوي دي او زياتره په تجهيزاتي تدارکاتي او تخنيکي  ، او په هېواد کې دننه دسيمينارونو په جوړولو او بورسونو له لارې  دقاضيانو او داداري کارکوونکو دظرفيتونو دلوړولو او له هېوادڅخه بهر  دتجربو دتبادلې او دنړيوالو اصولو او ستندردونو سره  دبلدتيا او دپوهاوي ورکولو  دفعاليتونو په مقصد له هېواد څخه بهر دعلمي سير دزمينو په برابرولو  متمرکز دى  په هراړخيزه توګه څرګندونې وکړې او په دې برخه کې يې  دعمل دپلان  مسوده  وړاندې کړه . چې دسترې محکمې له تاييد وروسته به  تطبيقي زمينه پيداکړي .
  وروسته  دسترې محکمې رييس  په تيرو وختونو او اوس  دملګروملتو سازمان دپرمختيايي دفتر  دهمکاريو په نسبت  مننه وکړه او ددغو همکاريو رول يې له اړوندو مسوولينو سره  په تفاهم او بشپړ همغږۍ او دعيني اړتياو په درکولو سره ترسره شوي دي ګټور وبلل . اوله قضايي قوې سره يې دمرستې لپاره  ددغه دفتر دعمل پلان په اصولو کې تاييد کړ . او دقضايه قوې دادارې عمومي امريت ته يې دنده وسپارله  چې دقضايه قوې  دپاليسيو په رعايتولو سره  دهغه دپړاونو په بشپړولو اقدام وکړي . 
دسترې محکمې رييس دغه راز هيله څرګنده کړه چې دملګروملتو سازمان دفتر خپلومالي او تخنيکي مرستو ته  دوام ورکړي . اودغه مرستې  دولايتونو دمحکمو تر کچې پورې  ګړندي کړي . چې دولايتونو د محکمو مادي او تدارکاتي ستونزې  په تيره بيا هغه محکمې چې ټاکل شوې ده نوي  دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دقضيو دڅيړنې په خاطر  جوړې شي  اولرې شي . چې په مقابل کې  دملګروملتو سازمان  دپرمختيايي پروژې رييس  په دې لاره کې هم تيارى او ژمنه  څرګنده  کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته