کابل / د مرغومي / ۳ / باختر
په پکتیکا کې د ملګرو ملتوسازمان د ماشومانود ملاتړصندوق په مرسته درې ګرځنده روغتیايي دلې جوړې شوې .
ټاکل شوې ده دغه ډلې د روغتيآيي امکاناتوته لاس رسی لري ، په ګرځنده توګه کلي په کلي ناروغانوته په تېره بیا ماشومانوته به رسيدګي وکړي.
د دغه ګرځنده روغتيآيي ډلې لپاره د روغتيايي کارکوونکود استخدام بهیرپیل شوی دی.
د پکتیکا د عامې روغتيا رییس ملا سراج الحق ذاکري باخترآژانس ته وویل چې ډېرژرد دغه ګرځنده روغتيايي ډلې لپاره د روغتيايي کارکوونکو د استخدام بهیربشپړېږي او دغه ډلې اړوکسانوته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولولپاره په خپل کارپیل وکړي.
یونیسف یا د ملګروملتوسازمان د ماشومانو د ملاتړصندوق دغه ګرځنده روغتيايي ډلې په طبي تجهیزاتو ، درملو او په مالي امکاناتو سمبال کړي دي او دغه ډلې په ټولوامکاناتوسره ټاکل شوې ده خلکوته د روغتيآيي خدمتونوپه وړاندې کولوپیل وکړي.
پکتیکا د افغانستان له لرو پرتو ولایتونوڅخه دی چې د لږو روغتيايي مرکزونود کمښت په دلیل په تېره بیا په هېواد کې د نړۍ د مرستود کمښت او د روغتيايي سترومرکزونوله تړل کېدو وروسته د دغه ولایت زیاتره اوسېدونکي يې روغتيآيي خدمتونوته لاس رسی نه لري .
ع