کويټه ډان باختر دغبرګولي دمياشتې ١٥ :
د يوکليدي قوماندان په ګډون څلورتنه مشکوکې مليشې پرون دپاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کويټه ښارکې ووژلې شوې.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ :
دغه مليشې د کويټې ښار په سرياب واټ کې له امنيتي ځواکونوسره په ډزو کې ووژلې شوې.
د پوليسو دڅرګندونوله مخې: جګړه هغه وخت ونښته چې مليشو د پوليسو په ګزمې ډزې وکړې او له امله يې دوه تنه پوليسان هم ټپيان شوي دي.
د پوليسو د څرګندونوله مخې: سره له دې چې دوه تنه مليشې په تيښتې بريالي شوې؛ خو يوه اندازه وسله يې د پوليسو لاس ته ورغله.
0 د یوې دقیقې څخه لږ