خبرونهامنیت

په پکتیا کې وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات نیول شوي دي

کابل، د غبرګولي ۴ مه، باختر

د پکتیا د استخباراتو ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې یې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، مهمات، پوځي وسایل او چاودېدونکي توکي نیولي دي.

د یاد ولایت د استخباراتو ریاست وايي چې د مرکز ګردېز په حبیب کلا سیمه کې یې له یو کور څخه وسلې، مهمات، چاودېدونکي توکي او پوځي وسایل ترلاسه کړي چې په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د پکتیا د امنیتي ځواکونو له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي و.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته