-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
درې وسله وال طالبان په پکتيا کې له پوځيانو سره په نويو نښتو کې ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول .
دغه نښته تېره شپه د څمکنيود ولسوالۍ په شاوخوا کې هغه وخت وشوه چې يوه ډله طالبان د پوځيانو په کاروان بريد وکړ .
د پکتيا يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ