کابل/ د ثور٨ مه/ باختر
د پنجشېر په پريان ولسوالۍ کې د يو روغتيايي مرکز جوړولو چارې پیل شوې.
په پام کې ده چې د یاد روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به په دغه روغتيايي مرکز کې د عمومي داخلې، جراحۍ او نسايي ولادي څانګي فعالې شي.
د پنجشېر د ایمرجنسي روغتون په پريان ولسوالۍ کې د درملنې د دغه مرکز په جوړولو اقدام کړى دى.
د پنجشير د عامې روغتيا رييس ډاکتر اسدالله نجات له باختراژانس سره په اړيکه کې د دغه روغتيايي مرکز د جوړولو هرکلى وکړ او ويې ويل: د دغه روغتيايي مرکز په جوړېدو سره به زرګونه کليوال د روغتيايي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي او نور به اړ نه وي چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره اوږده مزل وکړي او زياتې پيسې ولګوي.
ټاکل شوې ده چې د درملنې دغه مرکز په شپږو میاشتو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
\ ذ