ټولنه

له فساد سره مبارزه دسولې اوثبات په تامينولو کې له افغانستان سره مرسته کوي .

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
له اداري فساد سره دمبارزې نړيواله ورځ نن په داسې حال کې ونمانځل شوه چې دمسوولو مقاماتو دڅرګندونوله مخې،  دفساد دکابو دريو زرو تنو ککړوکسانو دوسيې لوى څارنوالۍ ته سپارلې  شوې دي .
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې، له اداري فساد سره دمبارزې دځانګړي سکرتريت   رييس ډاکتر يما ترابي نن په يوه خبرې غونډه کې له فساد سره دمبارزې په لاره کې ددولت داقداماتوپه باب  معلومات ورکړل او ويې ويل چې دافغانستان حکومت دوه اوونۍ مخکې د ژينوا په غونډه کې دهغو ژمنو دعملي کولو په باره کې چې له اداري فساد سره دمبارزې په کار کې يې  کړې وې برخه والو ته معلومات ورکړل
ډاکتر ترابي زياته کړه دهغو مقاماتو دشتمنيو ثبت چې له فساد سره دمبارزې په کار کې مرستندوى دي
په همدې دليل تراوسه پورې دملي شورا او دولايتي شوراګانو دوه سوه تنوغړو خپلې شتمنۍ ثبتې  کړې دي او دغه بهير به دوام ومومي .
  دده دڅرګندونوله مخې، ددغه بهير  دلارې پرسر  پروت ستر خنډ دحکومتي  مقاماتو دشتمنيو دبشپړ فهرست نشوالى دى
له اداري فساد سره دمبارزې دځانګړي سکرتريت رييس وويل چې په روان کال کې دهغو مقاماتو کابو درې زره دوسې چې په فساد ککړ و، لوى څارنوالى  ته سپارلې شوې دي
دده په باور حکومت په راتلونکې کال کې هڅه کوي چې داداري فساد دقضيو دڅيړنې  په بهير کې په روڼتيا  سره زياتې هڅې وکړي
په دې غونډه کې په افغانستان کې دملکروملتو دسازمان دپرمختيايي پروګرام ځانګړي استازي جوسي لين مسن څرګنده کړه چې دملګروملتو سازمان له اداري  فساد سره دمبارزې په کار کې له افغانستان  سره خپل ملاتړ اعلاموي
  ده له مدني ټولنې دولتي ادارو او دافغانستان له خلکو څخه وغوښتل  چې  له اداري فسادسره دمبارزې په کار کې  دې دحکومت ملاتړ وکړي
دده دڅرګندونو له مخې له اداري فساد سره مبارزه کولاى  شي دسولې او ثبات په تامينولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته