کابل /دوږي ٢١مه / باختر:
دکابل د ١١١ فرقې د لومړى لوا ځواکونو نن د کابل د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يوې تروريستي پېښې مخه ونيوله .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د کابل د ١١١ فرقې د لومړى لوا ځواکونو يوماين چې وسله والو طالبانو د کابل د پغمان ولسوالۍ د درويش په سيمه کې د خلکو د تګ راتګ په لاره کې ښخ کړي و، کشف او وچاوه چې د يوې تروريستي پېښې مخه ونيول شوه.
وسله وال طالبان په واټونواو د خلکو د تګ راتګ پرلارو د ماينونو او بمونو پرځاى کولوسره ملکيانو ته د سرزيان اړوي .
په داسې حال کې چې ملي دفاعي اوامنيتي ځواکونه د خلکو د ساتنې په خاطر خپل ځانونه په خطر کې اچوي او دغه شان ماينونه کشف اوشنډوي.
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل