خبرونهروغتیا

په هېواد کې دکرونا ويروس مثبتې پېښې کمې شوي دي

٤٦- کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ويروس د ٨١ نويومثبتوپېښو خبرورکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ د نويوپېښو په ثبتولو سره په هېواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ٥٤٠٦٢پېښو ته رسېدلى دى .
دغه راز د څلورو تنو په مړينې سره د کروناويروس د قربانيانوشمېر ٢٣٤٣تنو ته رسېدلى دى او د روغو شويوکسانوشمېر ٤٥٨٦٨تنو ته رسېدلى دى .
د عامې روغتيا وزارت د کرونا ويروس د لومړى څپې په بهير کې د ملي سروې په ترسره کولو سره اعلام وکړ چې په هېواد کې څه د پاسه ١٠ ميليونه تنه په کرونا ويروس اخته شوي دي. خو په کرونا ويروس د اخته کسانورسمي شمېرنې له دغه سروې څخه لږ اعلام شوي و .
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته