خبرونهسیاستTOP

حنفي: اسلامي امارت په هېواد کې د روغتیا سکتور معیاري کولو ته ژمن دی 

کابل، د غوايي ۱۶مه، باختر

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون په جلا – جلا کتنو کې د ۲۱۷عمري قول اردو له قومندان مولوي امان الدین منصور او پروفیسور ډاکټر عبدالکریم قیومي سره وکتل.

 ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې مولوي امان الدین منصور د دغې قول اردو د فعالیتونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او یې ویل چې د ۲۱۷عمري قول اردو مجاهدین له خلکو د دفاع په برخه کې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او د اسلامي امارت د مشرتابه هر ډول لارښوونو اجرا ته چمتو دي او چاته د امنیت د خرابولو او د خلکو د هوساینې د ګډوډولو اجازه نه ورکوي. 

ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي د ولسونو د هوساینې او د امنیت د تامین په موخه د اسلامي امارت د مجاهدینو فعالیتونه وستایل او د اجتماعي، اقتصادي، فرهنګي او نورو ټولو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د امنیت ارزښت ته په اشارې وویل، د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت مجاهدین توانېدلي په ټولنه کې امنیت تأمین کړي، ترڅو ولسونه په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي.

په همدې حال کې مولوي عبدالسلام حنفي له پروفیسور ډاکټر عبدالکریم قیومي سره د کتنې پرمهال وویل، چې اسلامي امارت په هېواد کې د روغتیا سکتور معیاري کولو او افغانانو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته متعهد دی او په خبره یې اړوند مسؤلین هڅه کوي ډاکټرانو ته د ظرفیت لوړولو د برنامو جوړولو ترڅنګ د هېواد په کچه روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې تکړه او مجرب متخصصین استخدام او ټولو روغتونونو ته پرمختللي طبي امکانات برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته