ورزش

د بلخ ورزشکاران د بايسکل ځغلولو اتلان شول

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٣
د دوستۍ د جام د بايسکل ځغلولو د سياليو لومړى پړاو پرون په بلخ ولايت کې ترسره شو.
د بدني روزنې او سپورت رياست د بايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې دکابل، سمنګانو او د بغلان له ولايتونو څخه درې درې تنو ورزشکارانو او د بلخ له ولايت څخه پنځو تنو ورزشکارانو ګډون کړى و چې د مزارشريف له ښار څخه د تاشقرغان تر ولسوالۍ پورې يې د ٦٠کيلومترو په واټن سيالي وکړه چې په پاى کې د بلخ له ولايت څخه عبدالقادر فهيم لومړى مقام، د کابل له کلپ څخه سلمان دويم مقام او د بغلان له ولايت څخه اسماعيل دريم مقام وګاټه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته