نړۍ، د غوايي ۱۶مه، بهرنۍ رسنۍ
هغه انځورونه او راپورونه چې نن یکشنبې د الجزیرې او نورو نړیوالو رسنیو له لوري خپاره شوي، ښيي چې پرون د ورځې په اوږدو او تر شپې ناوخته پورې زرګونو اسرایلیانو په پلازمېنې تلبیب کې پر لاریون لاس پورې کړی و او د لومړي وزیر نتانیاهو پر ضد یې شعارونه ورکول.
وروستيو خپاره شویو انځورونو کې لیدل کیږي، چې دغه لاریونونه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.
لاریون کوونکي لومړی وزیر نتانیاهو د حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې مبارزه او دغه راز د یادو ډلو له بند څخه د خپلو عزیزانو په راخوشې کولو کې پاتې بولي او د نتانیاهو په ګډون د ګڼو نورو چارواکو د ژر استعفا غوښتنه کوي.
د عامو اسرایلیانو ترڅنګ د دغه رژیم سیاسي اپوزیسیون هم د نتانیاهو پر وړاندې ولاړ دي او غزه کې د روانې جګړې پر مهال د ماتې له امله یې ملامتوي.