سیاستخبرونهTOP

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د اسرائيلي رژيم پر وړاندې د ترکيې د تجارتي پريکون د موقف ستاينه وکړه

کابل، د غوايي ۱۶مه، باختر
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکيې له سرپرست سفير جنک اونال سره وکتل.
متقي په دغه کتنه کې د اسرائیلو د صهيونيستي رژیم پر وړاندې د ترکیې هېواد د تجارتي پرېکون د موقف ستاینه وکړه، همدا راز پر دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د وروستیو مثبتو اقداماتو او د ګڼو هېوادنو د سياسي او اقتصادي لوړ پوړو پلاويو پر راتګ خبرې اترې وشوې.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ترکیې سره د لاجوردو له لار ې د سوداګرۍ د پيل کېدو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په ګډو هڅو په ترکیه او افغانستان کې د ګډو نندارتونونو پر پرانیستلو بحث او خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ترکیې سرپرست سفير په دغه کتنه کې وويل چې د افغانستان په وروستیو پرمختګونو خوښ دي او د ترکیې او افغانستان د اړیکو د پراخیتا په اړه يې د لا ډېرو هڅو او ګډ کار په اړه خبرې وکړې.
اونال زياته کړه، چې په راتلونکو نژدې ورځو کې به د ترکش هوایي شرکت پروازونه عملا کابل ته پیل شي.
هېره دې نه وي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې تاریخي او ښو اړیکو ته په کتو د دواړو اولسونو د توقعاتو د ترلاسه کولو په موخه د ګډو هلو ځلو په ترسره کولو ټنګار وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته