خبرونهټولنه

په هلمند کې په ترافیکي پېښه کې اووه تنه ټپيان شول

کابل، د ثور ۱۷ مه، باختر

په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په واشېر ولسوالۍ کې په ترافیکي پېښه کې اووه تنه ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت د واشېر ولسوالۍ په ښوراب سیمه کې هرات ته پر غځېدلې لاره د یو موټر چپه کېدو په پېښه کې اووه تنه ټپیان شوي دي.

د یادې پېښې لامل بې احتیاطي او ګړندیتوب ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اختر په شپو او ورځو کې په هلمند کې په ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته