روغتیا

په بغلان کې دکرونا احتمالي اخته کسانو ته درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

کابل /دکب  ٥مه / باختر
دبغلان دعامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې په بغلان کې دکرونا په ويروس داخته احتمالي ناروغانوته  درسيدګۍ په مقصد  تيارى نيول شوى دى
  دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې، دبغلان  دعامې روغتيا رياست دساري ناروغيو دکنترول مسوول  ډاکتر شاه محمد هوفياني  نن له خبريالانو سره  په يوه خبري غونډه کې  خبرې وکړې  اودکرونا ويروس  دنښو نښانو  او د وقايې  دڅرنګوالي  په باره کې يې وويل  چې  سرخوږى، پرنجى، ټوخى او د سالنډي  ستونزې دنښو نښانو  له جملې څخه دي  چې له والګي سره ورته والى  لرى .
هغه زياته کړه چې د بغلان دعامي روغتيا رياست  له دغې  ناروغى سره دمبارزې او وقايې  لپاره  ځانګړي تدبيرونه ترلاس لاندې نيولي دي  او په دريو سمبالو روغتيايي مرکزونو کې چې دنهرين او دمرکزي بغلان ولسوالۍ او پلخمري پکې شاملېږي  ، له هغو ډاکترانو سره  چې  په دې برخه کې يې زده کړې کړې دي  په کرونا ويروس  داخته  احتمالي ناروغانو  په خدمت کې دي .
ديوبل خبرله مخې، دبغلان  په اتو ولسواليو کې له پوليو سره دمبارزې  فرعي کمپاين نن پيل شو .
دبغلان دعامې روغتيا رييس ډاکتر محب الله حبيب  وويل چې په دې پروګرام کې ټاکل شوې ده  له پنځه کلنۍ څخه ښکته  ٢٤٠٠٠ماشومان واکسين شي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته