خبرونهامنیت

په هلمند کې لسګونه جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول

کابل ، د غبرګولي ۲۹ مه ، باختر

په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د کجکي ولسوالۍ په ځینو سیمو کې په لسګونه جریبه ځمکه کې کرل شوی کوکنار واړول شول.

د کجکي ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دغې ولسوالۍ په نو اباد، سلطان رباط او نورو سیمو کې په لسګونه جریبه ځمکو کې کرل شوي کوکنار واړول.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت زعیم د یو فرمان له مخې، نه یوازې په هلمند، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يي توکو کر کیله باندې بندیز لګولی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته