کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٣ :
دبغلان ولايت دمرکز پلخمري ښار اوسيدونکې يوه ځوانه نجلۍ نن دپروان ولايت دسيدخيلو په ولسوالۍ کې په مرموز ډول ووژله شوه.
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير لطف الرحمن رشاد دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه نجلۍ دسيدخيلودانچوى په سيمه کې دټوپک په ډزو سره ټپي شوې وه خو روغتون ته دليږدونې په وخت کې يې ساه ورکړه .
ده زياته کړه چې تر اوسه پورې د دغې وژنې علت معلوم نه دى او د قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
ده زياته کړه چې دغه نجلۍ دبغلان ولايت دمرکز پلخمري ښار اوسيدونکې وه او دميلمستيا لپاره دسيدخيلوولسوالۍ ته ورغلې وه.
ده وويل چې دپيښې دڅيړنې لپاره دنجلۍ له پلار څخه غوښتل شوى دى چې پروان ته راشي .
0 1 دقیقه لوستل