-کابل/ باختر /د چنګاښ دمياشتې ١٤مه :
اتلس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په يولړبريدونو کې ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو، د لښکرګاه ښار او د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريد ونه وشول.
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې د هېواد د هوايي پوځ په دغو بريدونوکې ١٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغوبريدونوکې د طالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپو د لښکرګاه ښار ته څېرمه د طالبانو په پټنځي کې کشف شوې ده .
دهلمند يو امنيتي مقام وايي چې له دې ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمندکې د طالبانو د يو لړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار ته څيرمه او له نادعلي ولسوالۍ څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
د را رسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
0 1 دقیقه لوستل