خبرونهټولنه

د بغلان له سېلاب ځپلو سره څه باندې ۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

کابل، د غبرګولي ۵مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت د بغلان له سېلاب ځپلو سره د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو نغدي مرستې خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل؛ یادې مرستې چې ۸۰ زره امریکايي ډالره او یو نیم میلیون افغانۍ پکې شاملې دي، د یو شمېر ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو له لوري مرستې شوې وې، چې پرون د نوموړي په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت د پلاوي له لوري په مستحقو کسانو ووېشل شوې.
مفتي عبدالمتین قانع، چې په همدې موخه یې بغلان ته سفر کړی وو همدارنګه وویل چې یادې مرستې په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د دوی د ټیمونو تر ارزونې او د مستحقو کورنیو تر تشخیص وروسته ووېشل شوې.
هغه زیاته کړه، چې تر ارزونې وروسته اړمنې کورنیو په دریو ګټګوریو وېشل شوې، او هغوی چې د سېلابونو له کبله یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو په لومړۍ، د ټپیانو کورنۍ په دویمه او هغه کورنۍ په دریمه درجه کې راغلي، چې د سېلابونو له کبله یې کورونه ویجاړې شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د یادو مرستو دویمه جوپه به په نږدې وخت کې د بورکې په ګډون د یو شمېر نورو ولسوالیو په سېلاب ځپلو کورنیو ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې په بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته