د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې د مکسیکو په شمال نیو لیون ایالت د سان پیډرو ګارزا ګارسیا په ښار کې د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړ نوماند جورج الواریز مینیز د کمپاین په غونډه کې د سټېج د غورځېدو پېښه کې ۹ تنه مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
پېښه په ځایي وخت چهارشنبې ماښام د تېز باد له امله رامنځته شوې او ټپیان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، رغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د مکسیکو ولسمشریزې ټاکنې د را روانې جون میاشتې په دویمه نېټه پلان شوې دي.