خبرونهامنیتفرهنګTOP

د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته بهر ته د ۱۵۰۰ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی دی

کابل، د غوايي ۲۹مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه پورې له هېواد څخه بهر ته د ۱۵۰۰ تاریخي اثارو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن په پلازمېنه کابل کې د موزیمونو نړیوالې ورځې نمانځغونډې او د اسلامي دورې، برنزو دورې او آی خانم نندارتونو د پرانیستې په مراسمو کې د دې ترڅنګ همدارنګه وویل چې په یاده موده کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ۵ زره تاریخي اثار د هېواد ملي موزیم ته انتقال شوي دي.

خیرخواه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته همدارنګه شاوخوا ۲ زره تاریخي اثار ترمیم شوي هم دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې له افغانستان څخه بهر ته قاچاق شوي تاريخي اثار د افغانستان ملي شتمني او ملکيت دی او له اړوندو نړيوالو سازمانونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د دغه آثارو د بېرته را ګرځولو او خونديتوب په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

سرچینې زیاته کړه؛ هغه هېوادونه چې د افغانستان تاريخي اثار هلته قاچاق کېږي، بايد قاچاق وړونکو ته سزا ورکړي او د افغانستان په تاريخي اثارو خېټه وا نه چوي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي سعدالدین سعيد وویل چې دغه  وزارت د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د لرغونو اثارو د ساتنې او ترميم په برخه کې د پام وړ کار کړی او د دغه ملي شتمنيو ښې ساتنې ته ژمن دی.

سعید زیاته کړه، چې له افغانستان څخه د تاريخي آثارو د قاچاق د مخنیوي په موخه په ځانګړي ډول د هېواد په سرحدونو او هوايي ډګرونو کې جدي تدابیر نيول شوي دي‌ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي موزيم سربېره د يوبل جهادي موزيم د جوړولو پلان هم لري.

د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د موزیمونو د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې ترڅنګ د افغانستان ملي موزیم په ودانۍ کې د اسلامي دورې، برونزو دورې او آی خانم نندارتونو پرانیسته هم وکړه، چې پکې د یادو دورو بېلا بېل تاریخي اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته