ښوونه او روزنه

په هرات کې د مطالعې د ګټورو میتودونو زده کړیز ورکشاب جوړ شو.

کابل / د سلواغی / ۱ / باختر
په هرات کې د مطالعې د ګټورو میتودونو زده کړیز ورکشاف جوړشو.
په دې ورکشاب کې سل تنه ځوانان په یوه ورځ کې د ګټورې مطالعې او هم د مقالې لیکلو لارې چارې زده کړې وکړې.
دغه ورکشاب د نجم ځوانانو د بنسټ له لوري د هرات د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست د ځوانانو د آمریت په همکاری جوړشوی و.
د دغه بنسټ مسوول زبیرسلجوقي باخترآژانس ته وویل : ګټوره مطالعه یواځې د ځوانانو د زده کړې د ودې لاره ده چې موږهلې ځلې کوو هغه نوي نسل ته زده کړو.
د هرات د اطلاعاتواو فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني په خپلوخبرو کې، مطالعه يې یواځې د ځوانانو د زده کړې او پوهاوی او په پای کې د هېواد پراختیا وباله او له ځوانانوڅخه وغوښتل چې د افغانستان د راتلوونکي جوړونکي په توګه تحصیل او زده کړو ته زیاته پاملرنه وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته