کابل، دغبرګولي١٥مه ، باختر
د هرات ښاروالۍ چارواکي وايي، چې د دې ادارې منظور شوې بودیجه یو میلیارد او ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ده او ټاکل شوې دغه پيسې په هرات کې د لسګونو پرمختيايي پروژو په پلي کولو ولګول شي.
د هرات ښاروال مولوي حيات الله مهاجر باخترآژانس ته وويل چې د هېواد په ملي بوديجه کې د ښاروالۍ بودجه يو مليارد ١٥٠ ميليونه افغانۍ ده چې له دې جملې
٧٠٠ ميليونه يې په پرمختيايي برخې او نورې يې په عادي برخو کې لګول کېږي.
د هرات ښاروال وايي دوى پلان لري چې په دې ښار کې ٥٢سترې پروژې پلې کړي چې له دې جملې څخه د هرات د پايان آب کانال او د ليلامي سړک د پروژې تطبيقول د یادېښاروالۍ له سترو پروژو څخه شمېرل کيږي.
د هرات ښاروال د پايان آب کانال په اړه وايي چې دغه پروژه د هرات ښار د لسمې ناحيې د اړتياوو پر بنست پلې کوي.
\ ذ