امنیت

دافغانستان په ختيځ کې په څو امنيتي پوستو دسلګونو تنو طالبانو يرغل .

کابل باختر د غبرګولي اته  ويشتمه :
په لسګونو تنو وسله والو طالبانو په کونړولايت کې په څو امنيتي پوستو  بريدونه وکړل .
يرغلګروپرون له څو استقامتونو څخه دمرورې په ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو  بريدونه وکړل . 
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب  سيدخيل  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې يرغلګرو ته دسردروند  زيان اوښتى دى .
ده په دغو نښتو کې پوځيانو ته دسراوښتي احتمالي زيان په باب څه ونه ويل که څه هم دکونړ ولايت روغتيايي مسوولين وايي چې له دغو نښتو څخه دوه مړي  او اته ديرش ټپيان روغتونونو ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته