خبرونهفرهنګ

په هرات کې د امام فخررازي زيارت د ترميمولو او بيا رغاونې د بهير په ګړندي کولو ټينګاروشو

کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر

د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رييس  د امام فخر رازي زيارت  د ترميمولو او بيا رغاونې  د بهير په ګړندي کولو ټينګاروکړ.

د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رييس  عبدالتواب مبارز باختراژانس ته وويل  چې په دې پروژه کې د تاريخي قدامت اومعمارى اصالت په ساتنې سره د زيارت د بېلابېلوبرخو ترميمول  شامل دي .

د امام فخر رازي زيارت د بيا رغاونې کار تېرکال د تيکا دفتر په مالي همکارى اود هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې او ترميمولو امريت ترڅارنې لاندې پيل شوې و.

ټاکل شوې ده دغه زيارت ډېر ژر د زيارت کوونکو پرمخ پرانيستل شي.

-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته