ورزش

د افغانستان د غوره ليګ انتخاباتي سياليو دوام وموند

کابل – باختر دثور دمياشتې ٣ د افغانستان دفوټبال دغوره ليګ انتخاباتي سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وموند. د هيواد د فوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمد شاه ساير نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د طاق ظفر ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره د بالا حصار ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې د شير دروازې ټيم د صفر په مقابل کې په يوې سره د شيرپور پرټيم بريالى شو . دغه سيالۍ چې د شاهين آسمايي ټيم ته د شپږو شتو غوره څيرو د انتخابولو په مقصد دوه ورځې مخکې د هيواد د فوټبال فدراسيون په شنه ډګرکې پيل شوې؛ ټاکل شوې ده نن له غرمې وروسته د طاق ظفر او د شيرپور او د بالاحصار او شيردروازې ټيمونه لوبې وکړي. ديوبل خبرله مخې: د سپين غر د بازانو د ټيم د انتخابولو لپاره ټاکل شوې ده د فوټبال د غوره ليګ انتخاباتي سيالۍ دوه ورځې وروسته د جلال آباد په ښارکې پيل شي. په دغو سياليوکې څلور ټيمونه ګډون لري چې له دوى څخه د سپين غر د بازانو ټيم غوره څيرې انتخابيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته