کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په نورستان ولایت کې د ۵۸ بېلابېلو پراختیايي پروژو د بشپړولو او ګټې اخیستنې ته سپارلو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند ملا نورالهادي عادل وايي چې دغه ۵۸ پروژې د یونفس دفتر په مالي ملاتړ د ۶۲ میلیونو افغانیو په لکښت د نورستان په دواب ولسوالۍ کې پلې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
عادل زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د ۴۳ نویو او ویجاړ شویو سړکونو بیارغول او د اوبو د ۱۵ کانالونو بیا رغول شامل دي.
د نوموړي په وینا یادو پروژو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې دي.