فرهنګ

د ۱۹۵۴ کال د لاهې د کنوانسیون او د هغه د اړونده پروټوکولونو د پلیتوب لپاره د ملي مشورتې غونډې د برخوالو پرېکړه لیک ۵/۹/۱۳۹۷ل / ۲۶/۱۱/۲۰۱۸ کابل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

کابل باختر دليند ي ديرشمه د د ۱۹۵۴ کال د لاهې د کنوانسیون او د هغه د اړونده پروټوکولونو د پلیتوب لپاره ملي مشورتي غونډه، د درې ورځو لپاره د ۱۳۹۷ل کال د لیندۍ پر۳مه چې د ۲۰۱۸ز کال د نومبرله ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د افغانستان د اسلامي جهموري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د یونسکو او ای سي آرسي د ادارو په ګډې همغږۍ سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې پیل شوه، یاده غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې آغلې حسینې صافۍ په پرانیستونې ویناپیل شوه او درې ورځې دوام یې وکړ. په دې غونډه کې برخوالو خپلې هراړخیزې او ګټورې ویناوې وکړې او د کنوانسیون او د هغه اړوند پروټوکونو د منځپانګې د پېژندلو او پلیتوب په برخه کې په زړه پورې مطالب وړاندې کړل او همدارنګه د افغانستان د حقوقي نظام او قوانینو په رڼا کې ددې کنوانسیون د ښه پلیتوب لپاره هم اړونده زمینې په ګوته شوې. د غونډې برخوال له ټولو درنو ویناوالو څخه مننه کوي. همدارنګه د غونډې برخوال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په تېره ددې وزارت له فرهنګي معینیت، د یونسکو او ای سي آرسي له محترمو ادارو او نورو ټولو اړوندو ادارو له استازو مننه کوي چې ددې غونډې په جوړولو، برخه اخیستلو او اړوندو چارو کې یې زیار ګاللی دی. د غونډې برخوال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د فرهنګ له ریاست څخه هم مننه کوي چې د غونډې لپاره یې اړینې اسانتیاوې چمتو کړي دي. د غونډې برخوال د ۱۹۵۴کال د لاهې د کنوانسیون او د هغه د اړوندو پروټوکولونو د پلیتوب لپاره د ددې سندونو اهمیت ته په کتو سره اړوندو بنسټونو او مراجعو ته لاندې وړاندیزونه لري هیله ده چې د پام وړ وکرځي: – د ۱۹۵۴زکال د لاهې د کنوانسیون او د هغه د اړونده پرټوکولونو د پلیتوب لپاره دې ټولې اړونده ادارې لکه د ملي دفاع او کورنیوچارو محترم وزارتونه او د ملي امنیت محترم لوی ریاست دې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره په لاسنیوی کې خپلې دندې په کارنده او فعالانه توګه پرمخ بوځي څو د دې کنوانسیون د پلیتوب لپاره ښه زمینه چمتو شي؛ – د غونډې د برخوالو له خوا چې د لارې کومه نقشه وړاندیز کېږي، د یونسکواداره او د ۱۹۵۴زکال د کنوانسیون اړونده څانګې دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معینیت له اړونده ادارو سره په همغږۍ د هغې د پلیتوب لپاره زمینې ولټوي. – د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړونده ادارې دې د هغو آثارو نوملړ چمتو کړي چې د څلوېښتو کلونو د جګړې پر مهال بهرته قاچاق شوي دي. – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د یونسکو اداره او په بېلو بېلو هېوادونو کې د ۱۹۵۴ زکال د لاهې د کنوانسیون اړونده کمېټې دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرسته وکړي چې د تېرې څلوېښت کلنې جګړې پر مهال له افغانستانه د قاچاق شویو فرهنګي میراثونو د بېرته راګرځولو په برخه کې مرسته وکړي. – یونسکو، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د افغانستان ټولو امنیتي او دفاعي ادارو ته وړاندیز کېږي چې د ۱۹۵۴ زکال د لاهې د کنوانسیون او هغه د اړندو پروټوکولونو د منځپانګې د ښې پېژندنې په پار اړین ګامونه د یو او بل په همغږۍ سره واخلي. – د یاد کنوانسیون او هغه د اړونده پروټوکولونو د منځپانګې د پلیتوب لپاره اړینه ده چې د افغانستان پر اړوند تقنیني سندونو بیاکتنه ترسره شي او که د نوي تقنیني سند د رامنځ ته کولو اړتیا ولیدل شي هغه دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او اړوندو ادارو سره په همغږۍ چمتو او له تقنیني پړاوونو تېرشي. – په یوشمېر ویناوو او لیکنو کې د ددې کنوانسیون او د هغه د اړوندو پروټوکولونو د رعایت او ښه پلیتوب لپاره په زړه پورې وړاندیزونه ترسره شوي وو، ددې وړاندیزونو د ارزولو او پلي کولو شونتیاوی دې د یوې ځانګړې کمېټې له خوا وکتل شي. دغه کمېټه دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون جوړه شي. یاده کمېټه دې د غونډې له خوا چې د ۱۹۵۴ کا ل د لاهې د کنوانسیون او د هغه د اړونده پروټوکولونو د پلیتوب لپاره د لارې وړاندیز شوې نقشه دې هم وارزوي او د هغې د عملي کولو لپاره دې اړین تدبیرونه اړونده ادارو ته وړاندیز کړي. – د افغانستان د نظامي ځواکونو قطعات او اړوند ځواکونه چې په تاریخي آبدو او لرغونو ساحو کې ځای پر ځای دي او د نظامي قرارګاه په توګه ترې ګټه اخیستل کېږي هیله کېږي چې اړوند تاریخي او فرهنګي ځایونه او ساحې تخلیه کړي. – که چېرې تاریخي او فرهنګي آثار د جګړو او یا نورو خطرونو او طبیعي آفاتو او اضطراري حالاتو کې له خطر سره مخ کېږي اړوند ادارې دې د ورپېښو خطرونو تر دفعې پورې د دغو آثارو د خوندیتوب لپاره اړینه پناه ځای چمتو او هلته دې له اړینو شرایطو او معیارونو سره سم په خوندي توګه وساتي او په دې برخه کې دې وړ حقوقي چوکاټ او مشخصه پالیسي رامنځ ته شي.پاى- فضل واحد په درنښت د ۱۹۵۴ کال د لاهې د کنوانسیون او د هغه د اړونده پروټوکولونو د پلیتوب لپاره د ملي مشورتې غونډې برخوال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته