خبرونهټولنه

په ننګرهار کې  څه د پاسه اته سوه کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل/ د کب مياشتې ١ / باختر:

اسلاميک ريليف موسسې په ننګرهار کې  له ٨٢٠ اړو کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وکړه.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي

چې د ننګرهار د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د اسلاميک رېليف موسسې په همکارۍ پرون پر ۸۲۰ اړو، راستنېدونکو او بې ځايه شويو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي  ووېشل.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي، دال، بوره، مالګه او روغتيايي کڅوړې شاملې دي، چې د ننګرهار په لعلپورې او غني خېلو ولسواليو کې پر ۸۲۰ کورنیو ووېشل شوې.

په همدې حال کې د ننګرهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولينو ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت په نورو ولسواليو کې به هم له اړو کورنيو سره مرستې وکړي.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته