امنیت

دهلمندولايت دامنيت دتامينولو لپاره داردو دپوځيانو دسل کسيز ټولګى استول.

کابل باختر د وږي  پنځمه :
د ٢٠٧ ظفر قول اردو دلومړى لوا څه دپاسه سل تنه  جنګيالي دامنيتي دندو دترسره کولو لپاره  دهلمند ولايت ته  روان شول .
د ٢٠٧ ظفر قول اردو  دلومړى لوا قوماندان  بريد جنرال ارکانحرب زيارت شاه عابد هلمند ته ددغو ځواکونو داستولو په وخت کې  دوى ته وويل تاسې د دې هيواد رښتيني اتلان او ميړني،  دواکمنو مقاماتو له لارښوونې سره سم او اوسنيو اړتياو ته په پاملرنې سره  دهلمند ولايت ته روان ياست . اوبايد په لوړ مورال او په لازم  محاربوي تياري سره  له نورو  افغان  امنيتي ځواکونوسره  په همغږۍ کې  دسولې او امنيت  دتامينولو په کارکې  کارنده ونده واخلۍ  او په عملياتو کې  له شاملو افسرانو او سرتيرو څخه يې وغوښتل هغه دندې چې  دوى ته سپارل کيږي  په پوره دقت او هوښارۍ سره  داسلام دمبين دين  دحکمونو او په هيواد کې  دنافذو قوانينو له مخې  ترسره کړۍ .
ديادونې وړده  چې په تيرو شپږو مياشتو کې  دا دظفر قول اردو  دويم جزوتام دى  چې دملي دفاع وزارت دمقاماتو له لارښوونې سره سم دمحاربوي فعاليتونو دترسره کولو لپاره  له لويديځ زون څخه دهلمند ولايت ته  استول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته