ټولنه

په ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

٣٤- جلال آباد/ دسلواغې۸/ باختر
په ننګرهار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړولو سره سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
ياده شبکه د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت په مالي ملاتړ د څه د پاسه د٣ مېليونو افغانيو په لګښت د ننګرهار په شيخ مصري ښارګوټي کې جوړه شوې ده.
د ننګرهار د کلیو د بیا رغونې او پر مختیا ریاست مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه شبکه د کلیوالو په غوښتنه جوړه شوه .
سرچينه زياتوي چې د دغې شبکې په جوړولو سره په سلګونو کلیوالو د څښاکو روغتیایي اوبوته لاس رسی وموند.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته