امنیت

توحيدي: د امنيت د ټينګښت په صورت کې د وارداتي بريښنا ويجاړې شوې ستنې ډير ژر ترميمږي

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٧
که چيرې دبغلان ولايت په پلخمري ښارپورې اړوند د شهاب الدين ډنډ په ساحه کې امنيتي حالت ښه شي، په ډير لنډ ممکن وخت کې کابل ښار ته وارداتي بريښنا بيا تامينيږي.
دغه ټکى د بريښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي نن دباختر آژانس له خبريال سره په خبروکې څرګنده کړه او زياته يې کړه چې په پلخمري ښار پورې اړوند د شهاب الدين ډنډ په ساحه کې له ازبکستان څخه د ٢٨٠ ميګا واټه وارداتي بريښنا يوه ستن د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ويجاړه شوې ده
ده وويل: دا کار په کابل ښار او د هغه په شاوخوا کې د بريښنا انرژۍ د کمښت سبب شوى دى او په دې ساحه کې دامنيتي حالت دښه والي په صورت کې د دغه شرکت کارکوونکي کولاى شي دغه ستونزه له شپږو ساعتونو څخه تر اتو ساعتو پورې لرې کړي.
توحيدي وويل چې همدا اوس ٨٠ ميګا واټه بريښنا له تاجکستان څخه او ٧٥ ميګا واټه بريښنا د نغلو دبريښنا د توليد له بند او د تره خيلو حرارتي بريښنا له دستګاه څخه په کابل ښارکې تامينه ده او له ښاريانو څخه يې وغوښتل چې د بريښنا انرژۍ په کارولوکې دې د سپما اصل په پام کې ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته